د امریکا د خزانې وزارت وايي د روسیې ولسمشر په اداري فساد کې ښکېل دی

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست پرون (پنجشنبه) وویل چې د خزانې وزارت د چارواکو دا ارزونه چې د روسیې ولسمشر په اداري فساد کې ښکېل دی؛ د اوباما د ادارې نظر څرګندوي.

د امریکا د خزانې وزارت د ټروریزم او مالي جرمونو د څانګې سرپرست مشر په وروستیو کې له "بي بي سي" سره په مرکه کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د اداري فساد یو تصویر دی.

دغه امریکايي چارواکي وویل چې پوټین په پټه د پانګې په زیاتولو لګیا دی؛ په مالي فساد کې ښکېل دی او د خپلو ملګرو، سیاسي ملاتړو او کورنۍ د بډایولو هڅې کوي.

خو د ولسمشر پوټین ویاند ډیمیتري پیسکوف وویل چې دا څرګندونې دروغ او پر پوټین د رسمي تور پورې کول دي.

تر هغه وروسته چې روسیې د کرایمیا ټاپووزمه الحاق کړه او د اوکرایین په چارو کې یې لاسوهنې پيل کړې؛ د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر پوټین ته پر وفادارو پانګوالو بندیزونه ولګول.