په فراه کې پر۲۰۰بې ځایه شوو کورنیو خوراکي توکي وویشل شوې

په فراه ولایت کې تېره ورځ پر کابو ۲۰۰ بې ځایه شوو کورنیو ژمني خوراکي توکي وویشل شول.

اړوند چارواکی وايي چې کابو دوه زره کورنۍ د جګړې له امله د فراه ښار ته ګډه شوي او په بد حالت کې ژوند کوي.

دوي وایي، دولت باید ورته د بیرته ستنیدو زمینه هم ورته برابره کړي.

نور حال زموږ د خبریال په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

په فراه کې پر۲۰۰بې ځایه شوو کورنیو خوراکي توکي وویشل شوې