د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې له ترکمنستان سره د ښو اړیکو د جوړولو غوښتونکی دی.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې سیرګي لاوروف ترکمنستان ته د سفر پرمهال له ولسمشر قربانګلي بیردي محمدوف سره په کتنه کې وویل، روسیه چمتو ده چې د ترورېزم، د مخدرومواد د قاچاق او د تنظیم شوېو جرایمو پر ضد مبارزه کې له ترکمنستان سره له نژدې همکاري وکړي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې په عشق اباد کې په دې کتنه کې ولسمشر بیردي محمدوف وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه ترانزیتي دهلیز جوړیدل ښه راتلونکې لري.
بیردي محمدوف همدا راز خپل روس سیال ولادیمیرپوتین ته بلنه ورکړه چې ترکمنستان ته سفر وکړي.
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د ګاز د پراخو زیرمو لرونکی ترکمنستان د نړۍ هغه هیواد دی چې لاهم استبدادي نظام او د بشري حقونو په برخه کې ناوړه سوابق لري.
بیردي محمدوف چې پر ۲۰۱۲ کال یوځل بیا د ولسمشر په توګه غوره شو او د ده نژدې خپلوان او ملګري په ترکمنستان کې له بې حده ځواک او واک څخه برخمن دي.