د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې له ترکمنستان سره د ښو اړیکو د جوړولو غوښتونکی دی.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې سرګي لاوروف ترکمنستان ته د سفر پر مهال له ولسمشر قربانګلي بېردي محمدوف سره په کتنه کې وویل، روسیه چمتو ده چې د ترورېزم، د مخدرو موادو د قاچاق او د تنظیم شوېو جرایمو پر ضد مبارزه کې له ترکمنستان سره له نږدې همکاري وکړي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې په عشق اباد کې په دې کتنه کې ولسمشر بېردي محمدوف وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه ټرانزیټي دهلېز جوړېدل ښه راتلونکی لري.
بیردي محمدوف همدا راز خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته بلنه ورکړه چې ترکمنستان ته سفر وکړي.
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د ګازو د پراخو زېرمو لرونکی ترکمنستان د نړۍ هغه هېواد دی چې لا هم استبدادي نظام او د بشري حقونو په برخه کې ناوړه سوابق لري.
بېردي محمدوف چې په۲۰۱۲ میلادي کال کې یو ځل بیا د ولسمشر په توګه غوره شو او د ده نېږدې خپلوان او ملګري په ترکمنستان کې له بې حده ځواک او واک څخه برخمن دي.