د ایران ولسمشر به له خپل فرانسوي سیال سره پر یو لړ مسایلو خبرې وکړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولانډ سره په پاریس کې خبرې کوي.

تمه ده چې له دې کتنې وروسته به پر څو تجارتي معاملو هم موافقه وشي.

ایراني چارواکو ویلي چې تهران د ایربس الوتکو د پېرودلو لپاره یوې معاملې ته چمتو دی.

ویل کېږي چې د موټرو جوړولو پیژو او رینو شرکتونه هم ښايي ځینو معاملو ته لیوال وي.

روحاني چې د خصوصي شرکتونو او د کابینې د غړو په ګډون د یوه ۱۲۰کسیز پلاوي په مشرۍ پرون پاریس ته ورسېد له دې مخکې په ایټالیا کې هم څو تجارتي موافقې لاسلیک کړې.

لوېدیځ هېوادونو ته د روحاني د سفر هدف د ایراني چارواکو په وینا د هغه نوي پړاو پیل دی چې ایران غواړي له اټمي موافقې وروسته یې له لوېدیځ سره په اړیکو کې پیل کړي.

روحاني پرون ماښام پاریس ته له رسېدو سره سم د ایران د دې هیلې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:

"موږ له اروپايي ټولنې او له هغې ډلې له فرانسې سره ښه اړیکې غواړو، د دې سفر یو هدف د دواړو هېوادونو او ملتونو په ګټه د دوه اړخیزو اړیکو پراخول دي او په دې سفر کې به د دې اړیکو د پراخولو لپاره یو ګام مخ پر وړاندې واخیستل شي."

په پام کې ده چې روحاني نن د فرانسوي شرکتونو له مشرانو سره چې په ایران کې پانګونو ته لیوال دي هم وګوري.