برېښنا شرکت وايي، د برېښنا د تخریب شوې پایې ترمیم به نن پیل شي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، نن به په بغلان کې د برېښنا د ویجاړې شوې پایې د ترمیم کار پیل او ډېر ژر به په کابل کې د برېښنا ستونزه هواره کړي.

د دې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې د ډنډ غوري په شهاب الدین سیمه کې به امنیتي ځواکونه د ویجاړې شوې پایې سیمه له هر ډول احتمالي خطرونو پاکه او د برېښنا شرکت کارکونکو ته به یې وسپاري چې خپل کار پیل کړي.

په کابل کې له تېرو دوو ورځو را هیسې د برېښنا ستونزه د دې له امله پیدا شوې چې د بغلان په ډنډ غوري کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا یوه پایه د افغان ځواکونو او طالبانو په جګړه کې ویجاړه شوې وه چې افغان چارواکو یې پړه په وسله والو طالبانو واچوله.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې دوی دا پایه نه ده ویجاړه کړې بلکې پړه یې په افغان پوځیانو اچولې ده.