عبدالله: اروپايي ټولنه دې افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې په زوره نه باسي

د افغان حکومت اجراییه رییس له اروپايي ټولنې غوښتي چې په زوره دې افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې نه باسي.

د حکومت اجراییه ریاست نن په یوه بیان کې ویلي چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې د کډوالو د څانګې له مشر لاورنټ میشل سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان په زوره د بیا راستنېدونکو کډوالو له نظر سره موافق نه دی.

د بیان له مخې ښاغلي عبدالله د اروپايي ټولنې د کډوالو د څانګې له مشر ښاغلي میشل سره په لیدنه کې همدا راز د کډوالو په مساله کې د یوه ګډ تفاهم لیک په لاسلیک هم خبرې کړي.