د افغانستان دیني عالمانو د افغان جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د سولې او پخلاینې لپاره دې بین الافغاني خبرو ته کېني.
د افغانستان د دیني عالمانو د تنسیق ټولنې غړېو په کابل کې په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د سولې تر روانو نړېوالو هڅو به بین الافغاني خبرې چې د افغانانو ترمنځ وي ډېرې اغېزمنې تمامې شي.
د دې ټولني رییس عنایت الله بلیغ وویل چې که د افغان سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو ګډونوال هم په خپل کار کې صادقه و اوسي کېدای شي د سولې لپاره لار هواره کړي.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب بیا په یاده غونډه کې دیني عالمان وهڅول چې په خپلو کړنو او هڅوونو سره دې مخالفین سولې او پخلاینې ته راوبولي.