د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې ځواکمن مشر جان مککین ژمنه وکړه چې د امریکا د پوځ له خوا د روسي توغندیدو د ماشینونو پرکارولو به پخوانی بندیز بېرته احیا کړي.
مککین د چهارشنبې په ورځ وویل، دی به د تېرې میاشتې د لګښتونو هغې لایحې ته په پام سره چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د روسیې له خوا د کریمیا له الحاق وروسته پردې هېواد لګول شوي بندیزونه په کې یو څه نرم شوي، د تند متن یوه لایحه د تصویب لپاره وړاندې کړي.
هغه وویل، متحده ایالات باید د روسي توغندیو پر ماشینونو د خپلې اتکا د له منځه وړلو مساله یقیني کړي او هم د روسیې د ولسمشر او د هغه د فاسدو ملګرو بانډ ته سب سایډي ختمه کړي.
مککین د دوو ریسانو، سرګیې خیمیزوف او دیمتري روګوزین چې د امریکا په بندیزونو کې شامل دي او تر اوسه پورې د روسیې په فضایي او دفاعي صنعت کې خپلې دندې مخ ته وړي، یادونه وکړه او زیاته کړه چې د امریکا پر پوځ د روسي RDـ۱۸۰ اینجنونو د پلورلو ګټه پخپله همدغو چارواکو ته رسېږي.
د جان مککین په وینا د یوه اینجن بیه شاوخوا۳۰ میلیون ډالره ده او اوس موږ وینو چې د پوتین ملګري، لوړپوړي چارواکي د روسي توغندیو د ماشینونو د پلورلو له پلوه په لسګونو میلیون ډالر تر لاسه کوي.