د "یک بام و دو هوا‎" کیسه

د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی دوه خبرتیاوې در اوروو چې یوه ېې د "لیرنینګ انګلیش اینډ ټیکنالوجي" د کورس او بله ېې "لندن،دوبۍ شرکت" له خوا دي.

لومړی کورس په نورو درسونو سربیره له ژاولو څخه د پوکاڼو جوړولو او د سګرټ له لوګیو څخه د حلقو ایستلو چلونه هم شاګردانو ته ور زده کوي!

بیا مو د سړک جوړولو د هغې پروژې له حاله خبروو چې عملي کوونکي ېې د یو نیم میلیون ډالرو ځواب په دوه سوه زره ډالرو وايي!

په یونیم میلیون ډالرو يواځې په دوه کیلومتره سرک خاورې اچول شوي دي!

خو د سړک معاینه کولو هیآت د یو لک ډالرو له اخستلو وروسته وايي چې په دومره لږو پیسو اوس هم ډیرې خاورې اچول شوي دي! او په پای کې مو د "یک بام و دو هوا" له کیسې خبروو.

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار