بغلان: په ترسره شوو عملیاتو کې ۲۷وسله وال طالبان وژل شوي

د بغلان والي وایي، د ډنډې غوري په ولسوالۍ کې یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي او په جګړه کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو قوماندان ټپي شوی دی.

عبدالستاز بارز تېره ورځ ناوخته په پلخمري کې رسنیو ته وویل:

"تر دوو بجو وروسته ملا لعل، زر علم او مهیب سخت ټپیان شوي دي، ملا لعل د ډنډ غوري قوماندان و او زرعلم او مهیب د هغه ساتونکي او ملاتړي وو."

د والي په وینا له تېرو دوو ورځو راهیسې چې په سیمه کې پوځي عملیات روان دي ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه یې ټپيان دي.

طالبانو ازادي راډيو ته ویلي دي چې د دوی دوه تنه په دې جګړې کې وژل شوي او افغان ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.