ملګرو ملتونو په هلمند کې پر ماین پاکانو شوې حمله په کلکو ټکو وغندله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ مرکز په یوې اعلامیې کې په هلمند ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو شوی برید په سختو ټکو غندلی دی.

د ګرشک ولسوالۍ په اوبازان سیمه کې تېره ورځ د ډافا په نوم د ماین پاکۍ د موسسې پر موټر وسله والو حمله وکړه چې څلور ماین پاکان په کې ووژل شول، درې ټپیان شول او یو تن یې تری تم دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماین پاکۍ موسسې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ماین پاکان خلکو ته بشري خدمت کوي او دا ډول بریدونه چې د بشري حقونو خورا ابتدایي اصول هم په کې نه مراعاتېږي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ د روانو هلو ځلو مخه نه شي نیولی.