د هلمند چارواکي وایي چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د ماين پاکۍ موسسې پرکارکوونکو برید کړی چې له امله يې څلور ماين پاکان وژل شوي؛ درې ټپیان او یو لا درکه دی.
د دغه ولایت د والې ویاند محمد عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې دا پیښه د ګرشک ولسوالۍ په آبازان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ښاغلي ځواک وویل چې دا کسان له ماین څخه د سیمې د پاکولو لپاره راغلي و چې پرې برید وشو.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې یوه نیم کال مخکي هم په هلمند کې ورته پېښه شوې وه چې له امله یې د ماین پاکۍ د یوې موسسې نولس تنه کارکوونکي ووژل شول.