افغانستان په اداري فساد د ککړو هېوادونو په لست کې درېیم شو

د فساد څارونکي یوه نړېوال سازمان د موندنو له مخې د نړۍ په سطح منځنۍ او جنوب ختیځه اسیا هغه سیمه پېژندل شوې چې د فساد کچه په کې ډېره ده.

په دې سیمه کې افغانستان، ترکمنستان او ازبکستان د فساد ککړو هېوادونو په سر کې ځای لري.

د شفافیت نړېوال سازمان وایي؛ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ په سطح خلکو دولتونو ته وښودله چې دوی باید لا شفاف اوسي او د هغې لویې کچې فساد سره مقابله وکړي چې په پرله پسې ډول هېوادونه پرې اخته کېږي او د هغوی د پرمختیا مخه نیسي.

دغه سازمان د فساد په اړه د ۲۰۱۵ میلادي کال موندنو یو لست خپور کړی چې د فساد د کچې پر اساس د هېوادونو نومونه په کې په ترتیب سره ځای شوي دي.

په دې لست کې د ۱۶۸هېوادونو نومونه راغلي چې د منځنۍ او جنوب ختیځي اسیا هېوادونو نومونه یې په سر کې دي.

افغانستان د دغو ۱۶۸هېوادونو په لست کې۱۶۶، عراق ۱۶۱، ترکمنستان ۱۵۶ او ازبکستان ۱۵۳په فساد کې ښکېل هېوادونه بلل شوي او د لست په سر کې دي.

دغه سازمان د افغانستان او پاکستان په اړه لیکلي چې د فساد په وړاندې ناکامه مبارزه په دغو هېوادونو کې روانې شخړې نورې هم ډېرې کړي دي.

پاکستان د فاسدو هېوادونو په لست کې۱۱۷ځای لري؛ ایران هم د دې لست۱۳۰هېواد یاد شوی دی.

په دې موندنو کې ډنمارک تر ټولو ټیټ او سومالیا او شمالي کوریا تر ټولو ډېر په فساد ککړ هېوادونه بلل شوي دي.

دغه راز ویل شوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ټوله کې د فساد په راکمولو کې د پام وړ کار نه دی کړی.

د سازمان په راپور کې راغلي چې تاجکستان او نایجیریا د هڅو په نتیجه کې د دې لست په ۱۳۶ کتار کې ځای نیولی دی او قرغزستان او قزاقستان دواړو ۱۲۳ځای خپل کړی دی.

سویټلانا ساویټسکایا Svetlana Savitskaya چې د اروپا او منځنۍ اسیا په برخه کې د دغه سازمان یوه تنظیموونکې ده؛ نوموړې د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته د منځنۍ اسیا هېوادونو په اړه وویل:

"دوی ټول د فساد کچې د موندنو لست په سر کې ځای لري او دا ښیې چې په دغو هېوادونو کې فساد عام دی؛ ژورې ریښې یې غځولي دي او یوه سیسټماتیکه بڼه یې غوره کړې ده."

ساویټسکایا وایي، له ۲۰۱۲میلادي کال راهیسي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د فساد په راکمولو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

دا زیاتوي د روسیې په ګډون د پخواني شوروي اتحاد په نورو هېوادونو کې هم ورته وضعیت دی:

"زه کولی شم د فساد په وړاندې مبارزه کې د منځنۍ اسیا په ټوله سیمه کې دا یو رکود وبولم، خو دغه راز که د پخواني شوروي اتحاد نورو هېوادونو لکه روسیې، اوکرایین او مالدوفا ته وګورو کولی شو ووایو چې دوی په ټپه ولاړ دي او دغه راز اذربایجان او ارمنستان هم."

د فساد په اړه د شفافیت نړېوال سازمان په خپاره شوي لست کې له ۱۶۸هېوادونو څخه روسیه ۱۱۹، اوکرایین۱۳۰، مالدوفا ۱۰۳، ارمنستان ۹۵او اذربایجان هم په ۱۱۹ کتار کې راغلي دي.

ساویټسکایا وایي، سره له دې چې د روسیې حکومت په هغه هېواد کې د فساد په وړاندې د مبارزې ډېر والی اعلان کړی دی، خو د دې په خبره د شفافیت نړېوال سازمان په وروستیو کلونو کې په روسیې کې د فساد د کموالي په برخه کې د پام وړ بدلون نه دی لیدلی.

د سویټیکایا په خبره ګرجستان په ټوله سیمه کې د فساد په وړاندې ښه مبارزه کړېده او د دې لست په ۴۸ کتار کې یې ځای نیولی دی.

د شفافیت نړېوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې د فساد په وړاندې مبارزې د سیاسي لارو او هم د یوه هېواد په اقتصادي سکټور کې د اصلاحاتو په راوستلو کېدلای شي، خو دا هم زیاتوي چې دغه کړني ترهغو ناممکنه دي چې د یوه هېواد مدني ټولني او رسنۍ په ریښتني ډول ازادي نه وي او دا هغه څه دې چې د راپور له مخې په ډېرو هېوادونو کې له پامه غورځول شوي دي.