د شفافيت نړېوال سازمان تازه راپور وایي چې افغانستان یو وار بیا د نړۍ د فاسدو حکومتونو په لېست کې درېیم ځای خپل کړی دی.
په همدې حال کې د شفافیت د څار بنسټ وایي، افغان حکومت د ژمنې خلاف له فساد سره لازمه مبارزه نه ده کړې.
د دغه سازمان رییس سید اکرام افضلي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ښاغلي افضلي زیاته کړه:
"په خواشینۍ سره چې دا وضیعت ډير د اندېښنې وړ دی، د ملي وحدت حکومت نه یوازې دا چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنه نه لرې بیا هم دا هېواد پر فساد د اخته هېوادونو په دریم کتار کې راځي."
خو افغان حکومت وایي چې نړېواله ټولنه او عام خلک هم باید له فساد سره د مبارزې لپاره ورسره همکاري وکړي.