کینیټ روټ:په ۲۰۱۵م کال کې جګړو او مهاجرتونو بشري وضعیت خراب کړی و

د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان وايي، ترورېزم، جګړو او ډله ییزو مهاجرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت خراب کړی وو.

د دې نړېوالې ادارې مشر کینیټ روټ د خپل کلني رپوټ په مقدمه کې لیکلي چې زیاتو غربي حکومتونو تېرکال د تروریستي حملو له ویرې او د ډله ییزو مهاجرتونو له امله د بشري حقونو خونديتوب ته زیات پام نه دی کړی.

دا رپوټ په۶۵۰ مخونو کې خپور شوی او د نړۍ په۹۰ هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت څرنګوالي ته کتنه کړې ده.

د اروپا لپاره د دې سازمان د مطبوعاتو مشر ویلي:

"که ۲۰۱۵ میلادي کال ته کتنه وکړو نو د ویرې سیاست واکمن وو، په سوریه، افغانستان او عراق کې د جګړې او په ځیني نورو هېوادونو لکه ایریتریا کې د ځپونکو رژیمونو له ویرې خلک نورو هېوادونو ته وتښتېدل، دې کډوالو د یو شمېر هېوادونو خلکو ته ویره ور واچوله او په اروپا کې سیاستوالو د ویرې له دې دواړو ډولونو د خپلې ګټې لپاره کار اخیستی دی."

د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان وايي، زیاتو مستبدو حکومتونو د ترورېزم او افراطیت پر ضد د جګړې تر پوښ لاندې، د سوله ییزو سیاسي مخالفتونو د ځپلو هڅې کړې او تېر کال د بل هر وخت په پرتله، د بشري فعالانو خپلواک ګروپونه زیات ځپل شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د اسلامي دولت داعش تروریستي حملو او مهاجرتونو تېرکال په نړۍ کې (اسلاموفوبیا) یا د اسلام ضد احساسات او ریسیزم یا نژادي تبعیض زیات کړی او حکومتونه يې په وړاندې په سمه مبارزه کې ناکام شوي دي.