د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ډنډې غوري ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړې پرمهال کابل ته له تاجکستان څخه د غځېدلي وارداتي برېښنا یو مزی تخریب شوی دی.
پېښه تېره ورځ د ډنډي غوري ولسوالۍ د باغ شمال حومه په سیمه کې شوې ده.
د دغه ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي، دا څرګنده نه ده چې یاد مزی قصداً تخریب شوی او که د جګړې پرمهال کومه درنه کولۍ پرې لګېدلې ده.
له تاجکستان څخه کابل ته د غځېدلې وارداتي برېښنا ډېری مزي په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه تېر شوي دي، خو ویل کېږي چې تر دې وړاندې نور جګړو کې دې مزو ته زیان نه وو رسول شوی.
د یاد مزي په تخربېدو سره په کابل ښار کې برېښنا ټکنۍ شوې ده.