کونړ:دیني عالمانو د ایران له خوا د سوریې جګړې ته د افغانانو لېږل وغندل

په کونړ کې په سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو د ایران له خوا د سوريې جګړې ته د افغانانو لېږل وغندل.

دوی همدارنګه له ایرانه وغوښتل چې د افغانانو له مجبوریتونو او بې وسۍ څخه دې ناوړه ګټه نه اخلي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس حاجي جمال الدین سیار وویل، ایران او پاکستان د افغان مهاجرینو له مجبوریتونو ناوړه استفاده کوي.

په دې وروستیو کې نړېوالو خبرې اژانسونو داسې خبرونه خپاره کړې چې له ایرانه شاوخوا ۲۰زره افغانان په زوره د سوريې جګړې ته استول شوي دي.