بان کي مون د اسرائیلو د مېشت ځایونو غځېدل وغندل

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له لوري د یهودیانو د مېشت ځایونو د غځولو چارې غندلې او د اسرائیلو دا کړنه یې فلسطینیانو او نړېوالې ټولنې ته سپکاوی بللی دی.

بان کي مو پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د سولې بهیر پرمختګ لپاره د دغو مېشت ځایونو د جوړېدو چارو درولو ته اړتیا شته.

هغه زیاته کړه چې بشري طبعیت د تاریخ په بېلابېلو دورو کې ښودلې چې ځپل شوي خلک د اشغال په وړاندې غبرګون ښیې.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې اسرائیل یو نوی پلان ترتیب کړی چې له مخې به یې په اشغالي سیمو کې۱۵۰ هکتاره نوره ځمکه د یهودیانو د مېشت ځایونو جوړولو لپاره کارول کېږي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دغو څرګندونو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی او وایي، د نوموړي دا خبرې تروریستانو ته یوه پلمه ورکوي اوزیاتوي چې د ملګرو ملتونو سازمان له مودو راهیسې خپل معنوي واک او بې طرفي له لاسه ورکړې ده.