د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په هغه هېواد کې د افغانستان شارز دافیر احضار کړ او په دې اړه یې خپله اندېښنه ښودلې چې د باچا خان پر پوهنتون بریدکوونکو د افغانستان له خاورې استفاده کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې له افغان ډیپلوماټ څخه غوښتل شوي چې افغان حکومت دې د هغو کسانو په وړاندې اقدام وکړي چې په دې برید کې ښکیل وو.
تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوا هم ویلي وو چې د نوموړي پوهنتون په برید کې د پاکستان د تحریک طالبان هغه غړي ښکېل دي چې افغانستان ته یې پناه وړې ده.
افغان حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي او په مقابل کې پاکستان تورنوي چې افغان طالبانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او مالي مرسته ورسره کوي.
د تېرې اوونۍ چهارشنبې په ورځ په چارسدې کې د باچا خان پر پوهنتون په برید کې ۲۱ تنه ووژل شول.