د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي تأییدوي چې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دوو نفوذي کسانو په امنیتي پوسته حمله کړې چې ۱۰ پولیس یې وژلي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري سوق شوي نه و او له طالبانو سره یې اړیکه درلوده.
ښاغلي غلام سخي زیاته کړه:
"په دې پوسته کې دوه تنه نوي د طالبانو نفوذي کسان اوسېدل، دوی له طالبانو سره په اړیکه کې و، همدې دوو کسانو طالبان پوستې ته راوړي چې د پوستې ۱۰ تنه پولیس یې وژلي دي."
ښاغلی روغ لیونی وايي چې دا پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې او وسله والو طالبانو د پوستې ټول مهمات او وسلې هم له ځان سره وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د ارزګان استازي دغه پېښه تأییدوي، وايي چې په دې پېښه کې ۹ پولیس وژل شوي دي.