د بخښنې نړېوال سازمان نن پر ایران له دې امله چې لسګونه تنکي ځوانان يې اعدام ته برابر کړي، سخت انتقاد کړی دی.
د دې سازمان رپوټ وايي چې دا کسان د جنسي تجاوز او د مخدرو موادو د قاچاق په څېر په داسې جرمونو نیول شوي چې هغوی تر ۱۸ کلنۍ مخکې ترسره کړي دي.
د بخښنې نړېوال سازمان وايي، د ایران په قضايي سیسټم کې له وروستیو اصلاحاتو سره، وېره لري چې دا مجرمین ښايي ۱۸کلنۍ ته له رسیدو سره سم اعدام شي.
دې سازمان له لندنه په خپل رپوټ کې ویلي چې ایران د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۵میلادي کلونو ترمنځ وخت کې لږ تر لږه ۷۳ تنه تر ۱۸ کلن کم عمره مجرمین اعدام کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې په خپل قضايي سیسټم کې ېې اصلاحات راوستي او تر ۱۸کلن کمر عمره مجرمین نه اعداموي.
خو د عفوې په نړېوال سازمان کې د ایران د چارو څارونکې الیس ایرباښ وايي چې اصلاحاتو د دې مخنیوی نه دی کړی چې تر ۱۸کلونو د کم عمر مجرمین په اعدام یا مرګ محکوم نه شي.