په پکتیا کې د ملي اردو مسوولین وایي چې په تېرو ۲۴ساعتونو د جنوبي زون په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې۱۰وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د تندر قول اردو د رسنیو له دفتره پرون ناوخته ازادي راډیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله په لوګر، میدان وردګو، پکتیا او غزني ولایتونو کې اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې څلور وسله وال د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې، دوه د میدان وردګو په چک ولسوالۍ، یو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ او درې نور د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې وژل شوي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې په لوګر کې درې مشکوک وسله وال نیول شوي هم دي.
تندر قول اردو همدا راز وایي چې په دغه عملیاتو کې له وسله والو مخالفینو څخه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر د امهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.