صمیم: د فېسبوک هغه جعلي حسابونه تړل کېري چې د ملي ارزښتونو خلاف فعالیت کوي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي؛ هغه فیسبوکي جعلي اکونټونه تړل کېږي چې د ملي ارزښتونو خلاف فعالیت کوي.

د دې وزارت ویاند یاسین صمیم نن ازادي راډيو ته وویل چې د ټولنیزو سایټونو د ناوړې استفادې د مخنیوي په خاطر یې د قانون نوې طرحه هم جوړه کړې چې ورسره به تر ډېره د جعلي اکونټونو مخه ونیول شي.

نوموړي وویل چې افغان حکومت په دې اړه د فیسبوک؛ ګوګل او یوټیوب شرکتونو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک په لټه کې هم دی تر څو دا ستونزه له یوه سره حل شوي وي.

تردې وړاندې د افغانستان د ملي شورا غړو هم ویلي چې د فیسبوک په جعلي پاڼو کې، د افغانستان د خلکو او حکومت مخالفین هڅې کوي چې د افغانانو ترمنځ په مختلفو نومونو کرکې پیدا کړې.

د دوی په وینا چې د دې پاڼو په جوړولو او کارولو کې د ګاونډیو هېوادونو استخباراتي کړۍ لاس لري.