د فرانسې ولسمشر ژمنه وکړه چې هغه ګواښونه به د ترورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د پاریس اراده کمزوري نه کړي چې هېواد ته یې متوجه دي.
فرانسوا اولانډ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش يوه ويډيو خپره کړې چې ظاهراً په کې هغه نهه تنه وسله وال ښوول شوي، چې په نوامبر مياشت کې يې په پاريس کې خونړي بريدونه وکړل.
په دغو بريدونو کې ١٣٠ کسان وژل شوي وو.
اولانډ په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې به هیڅ ګواښ فرانسه ونه بیروي او هم هیڅ شي زموږ مخه نیولای شي. د هغه په وینا دغه تصویرونه یواځې د دغه جنایت عاملین بدناموي.
د فرانسې ولسمشر وویل، همدغه ګواښ ته په پام سره ده د دې غوښتنه کړې چې په فرانسه کې دې اظطراري حالت دوام وکړي.