د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسیون د غوراوي کمېټه له افغان حکومت څخه غواړي چې د دوې د کارونو د پیل په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
د دې کمېټې غړي فهیم دشتي نن ازادي راډيو ته وویل چې د غوراوي کمېټه نه شي کولای چې خپل فعالیتونه له قانوني خلاء سره مخې ته یوسي.
ښاغلي دشتي زیاته کړه:
"دا کمېټه د یوه تقنیني فرمان په اساس رامنځ ته شوې وه، تر هغې چې فرمان نافذ و موږ خپل کارونه له اړتیا وو سره سم مخې ته یوړل، وروسته قانوني خلا رامنځ ته شوه او اوس هم دوام لري، که دا کمېټه خپل کارونه ترسره کړي او اصلاحات مخې ته لاړ شي نو اړتیا ده چې رامنځ ته شوې قانوني خلا له منځه لاړه شي."
دا کمېټه وروسته له هغه له قانوني خلاء سره مخ شوه چې د افغانستان ملي شورا د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر تقیني فرمان رد کړ.