د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر به د اروپایې ټولنې له یوه پلاوي سره وغږیږي

ټاکل شوې چې ډير ژر د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د افغان کډوالو د ستونزو د حل په هدف د اروپایې ټولنې له یو پلاوي سره د رسمي مذاکراتو د پیل په اړه خبرې وکړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې مذاکراتو کې به اروپا ته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو په اړه پریکړه وشي.

ښاغلي میاخیل وویل چې دا پلاوی د چهارشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر سره ګوري او تمه ده چې رسمي مذاکرات په بروکسل کې د راتلونکي اکټوبر په میاشت کې پیل شي.

دوې وایي، تر دې وړاندې هم افغان چارواکو اروپا ته د افغان کډوالو د وضعیت د روښانولو په هدف په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر سره کتلې دي.

د کډوالو چارو وزارت وایي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له دوه لکو څخه ډير افغان کډوال په غیر قانوني ډول اروپا ته تللي دي.