د پاکستان صدراعظم نوازشریف منلې چې د افراطي وسله والو پرضد د ده د حکومت مبارزه چټکه نه ده.
ښاغلي نواز شریف چې د باچاخان پر پوهنتون له وسله وال برید څخه څو ورځې وروسته خبرې کولې وویل، د افراطي ډلو پر ضد به نور عملیات هم وشي خو ده اعتراف وکړ چې د دې ډلو د ځپلو لپاره د حکومت د عمل پلان په خاصو برخو کې چټک نه و.
د افراطي ډلو پر ضد د عمل ملي پلان په ۲۰۱۴ کال کې د پیښور پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو له هغه برید وروسته پیل شو چې یونیم سل کسان- ډیری زده کوونکي ماشومان یې ووژل.
په دې پلان کې د پوځي محکمو د صلاحیتونو زیاتول او له شپږ کلن ځنډ وروسته د اعدام د حکم بیا جاري کول شامل وو.
د دې پلان عملي نتیجه دا وه چې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني طالبانو د تحریک له جوړېدو وروسته تېرکال د وسله والو په حملو کې د پام وړ کموالی راغی.
نوازشریف وویل، پاکستان او افغانستان موافقه کړې ده چې دواړه به په خپلو قلمروونو کې د مقابل لوري وسله والو مخالفینو ته د حملو اجازه نه ورکوي خو ده زیاته کړه، په افغانستان کې ځینې ځانګړي عناصر شته چې په پاکستان کې حملې کوي.
پاکستاني چارواکو مخکې هم ویلي و چې د تېرې چارشنې ورځې د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و او د دې برید په تړاو یې پنځه تنه پاکستانیان هم ونیول.