د سولې عالي شورا وايي، که افغان حکومت او وسله وال طالبان د سولې د مستقیمو خبرو په درشل کې له مخکې شرطونه کیږدي، نو دا به سولې ته رسیدل له ستونزو سره مخامخ کړي.
وسله والو طالبانو پرون او وړمه ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې په جوړه شوې مشورتي غونډه کې پر خپلو پخوانیو شرطونو ټینګار وکړ او په قطر کې د خپل دفتر رسمیت، د نړېوالو له تور فهرسته د خپلو مشرانو د نومونو ایستل، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل او څو نورې غوښتنې یې د مستقیمو خبرو د پیل لپاره د مخکینیو شرطونو په توګه مطرح کړې.
د سولې د عالي شورا سرپرست مشر مولوي عبدالحکیم مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د استازو غوښتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د مخامخ خبرو د پیل لپاره له مخکې شرطونه به سولې ته رسیدل ګران کړي.
د مجاهد په وینا د افغان حکومت غوښتنه چې طالبان باید د هیواد اساسي قانون ومني د طالبانو له پخواني شرط یعنې د نړیوالو ځواکونو د وتلو له غوښتنې سره د سولې په مستقیمو خبرواترو کې مطرح کیدای شي.