د ايران ولسمشر حسن روحاني نن اروپا ته خپل سفر پيلوي.
له کله چې پر اټمي مسئله د وروستۍ موافقې له کبله له ايرانه نړېوال بنديزونه ليرې شول، دا د روحاني دغه ډول لومړى سفر دى.
د دولتي چارواکو په حواله، روحاني به په روم کې د ايټاليا له ولسمشر سرجيو ماتاريلا او صدراعظم ماتيو رينزي سره وګوري، دغه راز به د ١٨ ملياردو او ٤٠٠ مليونو ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسليک کړي.
دى به پاريس ته هم سفر ولري او له ولسمشر فرانسوا اولاند سره به هم وګوري.
تردغه سفر مخکې ايراني چارواکو وويل چې تهران په پام کې لري، په فرانسه کې د الوتکو جوړولو له ايربس شرکت نه ١١٤ الوتکې رانيسي.
د تهران او نړېوالو قدرتونو ترمنځ د موافقې له مخې نهه ورځې مخکې پر ايران لګول شوي نړيوال بنديزونه ليرې شول.