لا هم د ننګرهار ۳۳ ښوونځي د ناامنۍ له امله تړلي دي

د ننګرهار معارف ریاست چارواکي وايي؛ په روان کال کې د ناامنۍ د زیاتیدو له امله په هسکې مینې، کوټ، اچین، نازیان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ۶۳ ښوونځي تړل شوي وو.

د معارف ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شینواري د یکشنبې په ورځ رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په غونډه کې وویل؛ د وروستیو عملياتو په پایله کې له دې ډلې ۳۰ ښوونځي بېرته فعاله شوي؛ خو ۳۳ لاهم د ناامنۍ له امله بند دي:

"له ښه مرغه د حکومت د وروستیو پرمختګونو او زموږ د ریاست هڅو په پایله کې دیرش ښوونځي بیرته پرانستل شول او درې دیرش لا هم بند دي چې دا په کوټ، اچین او هسکه مینه کې دي په دې کې شپږویشت زره درې سووه څلور اویا زده کوونکي دي."

نوموړي وویل، په ځينو نورو سیمو کې چې ددولت وسله وال مخالفين هلته فعاله دي د دوی ښوونځي پرانستي دي.

دا چې د ناامنو سیمو په ښوونځيو کې د دولت د وسله والو مخالفينو نصاب تدریسيږي محمد اصف شینواری وايي؛ نصاب د دوی خپل دی خو په یو شکل جوړ جاړی شوی تر څو د ښوونځیو د تړل کېدو مخه ونیول شي:

"موږ د دې لپاره چې زموږ شاګرد د درس نه بې برخې نه شي موږ دا کار کړی دی چې اسلامي تعلیماتو ته مو زیات وخت ورکړی دی او د هغه پر ځای مو د بهرنی ژبې وخت راکم کړی دی یو ډول توافق شوی دی او دا توافق د دې لپاره شوی دی چې زموږ د ښوونځیو دروازې ونه تړل شي."

په دې ناسته کې د معارف ریاست مسولینو د ریاست ځينې نورې ستونزې هم یادې کړې چې له دې ډلې څخه د څه باندې څلورسوو ښوونځيو د سرپنا نه شتون د زده کوونکو شمېر ته په کتو د نارینه او ښځينه استادانو کمښت ستونزه.

د دوی په وینا که چيرې معارف ریاست د یو شمېر زورواکانو له مداخلې او د واسطو په زور د ځينو اشخاصو د مقرریو نه خلاص شي نو دوی به وکولای شي چې د معارف کیفیت ته هم توجه وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری – ننګرهار