ننګرهار: د هوايي بریدونو له امله ۲۵ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي؛ تېره ورځ ناوخته د هسکې مینې ولسوالۍ په چونګۍ سیمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۵ تنه داعشيان وژل شوي.

نوموړی وايي، دغه برید داسې مهال شوی چې د داعش وسله والې ډلې غړي سره راټول شوي وو.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.