د افغان سولې په اړه له وسله والو طالبانو سره د یو شمېر افغانانو غیر رسمي ناسته نن د دویمې او وروستۍ ورځې لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانه ده.
د دې غونډې یوه ګډونوال فیض محمد ځلاند ازادي راډيو ته وویل چې د غونډې لومړۍ ورځ په ښه توګه پای ته ورسېده او په دویمه ورځ کې یې د جګړې په ختمېدو او د بشري حقونو او ښځو په برخه کې خبرې کېږي:
“تمه ده چې د دې دوه ورځني کنفرانس څخه داسې یوه جوړښت ته زمینه برابره شي چې هغه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د یوه دریمګړي جوړښت په توګه کار وکړي، تر څو موږ وکولای شو هغه شرایط چې د دواړو لوریو له خوا رامنځته شوي دي هغه نرم شي.”
ښاغلي ځلاند وویل چې د طالبانو سیاسي استازیو په دې غونډه کې ټينګار درلود چې د سولې د تامین لپاره باید د دوی مهم شرطونه چې لومړی یې له افغانستانه د امریکا وتل دي پوره شي.
په غونډه کې د بېلابېلو ډلو ۵۵ کسانو برخه اخیستې او طالبانو هم د خپل سیاسي استازي ګډون تایید کړی دی.