ځلاند: طالبانو په خپلو خبرو کې پر یو لړ پخوانیو شرطونو بیا ټینګار وکړ

په قطر کې د پګواش موسسې له خوا د جوړې شوې غونډې یو تن ګډونوال فیض محمد ځلاند وایي، له طالبانو سره په پرونۍ غونډه کې په افغانستان کې د جګړو او ملکي تلفاتو پر بندېدو ټینګار وشو.

ښاغلي ځلاند د یکشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې طالبانو په خپلو خبرو کې پر یو لړ پخوانیو شرطونو بیا ټینګار وکړ چې یو له دغو شرطونو څخه له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو لپاره د مهال وېش ټاکل دي.

له ښاغلي ځلاند سره د ازادی راډيو خبریال صفي الله ستانکزي مرکه کړې او لومړی یې دا ورڅخه پوښتلي چې د طالبانو له لوري په دې ناسته کې چا برخه لرله او د هغوی دریځ څه و.

Your browser doesn’t support HTML5

په قطر کې د جوړې شوې غونډې له ګډونوال، فیض محمد ځلاند سره مرکه: