ټاکل شوې د ټاپي پروژې د پرمختګونو په اړه کابل کې غونډه جوړه شي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، ټاکل شوې چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په شپږمه اقتصادي غونډه کې چې ډېر ژر په کابل کې جوړیږي؛ د ټاپي پروژې د پرمختګونو په اړه بحثونه وشي.

د دې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه غونډه کې به د دواړو هېوادونو د ژمنو په عملي کېدو هم خبرې وشي:

"په دغه شپږمه ناسته کې د تېر په شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث کېږي او همدارنګه هغه د اورپټلۍ چې د اقینې او اندخوۍ ترمنځ جوړیږي په هغه باندې هم بحث کېږي."

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه چې د ټاپي پروژې پلي کېدل به د افغانستان او ترکمنستان د غونډې مهم موضوعات جوړه وي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دا ډول پنځمه غونډه په عشق اباد کې جوړه شوې وه.