لوبغاړي وايي چې خوښۍ او بریاوې په ډزو مه نمانځئ!

وايي:

لستوڼي بډ وهئ ګډيږئ

د غریبانو ښادي کله کله وینه...

له افغانستانه د چاودنو او د بريدونو په اړه د خبرونو خپرېدل نوې خبره نه ده خو د لوبو په اړه خبرونه په ځانګړي ډول د کرکټ بې ساري بري بيخي نوي او خوشالوونکي زيري وو. بس ځينې وايي چې کاش د ټوپک له ډز سره نه وای بدرګه شوي.

موږ په دې اړه په نننۍ تاندې څانګې کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اتلانو سره غږېدلي یو او د فوټبال فدراسيون ځينې مسؤلانو هم خپل نظرونه راسره شريک کړي دي.

په دې وروستيو کې د ورزش په برخه کې د فوټبال او په ځانګړي ډول د کرکټ بې ساري بریو نړېوالې رسنۍ مجبوره کړې چې پخپلو سرټکو کې د افغانستان په اړه د چاودنو او د بريدونو د خبرونو پر ځای د اتلو لوبغاړو ستاينې ته ځای ورکړي، د دوی ویډيوګانې او مرکې خپرې کړي او لومړي مخونه د دوی پر عکسونو ښایسته کړي. خو دا چې خوښۍ کله کله وي نو زموږ ځينې ځوانان احساساتي شول او دغه بري يې په ډزو ونمانځل.

په ۲۰۱۳ کال کې چې کله د فوټبال ملي لوبډلې د سهيلي آسیا اتلولي خپله کړه او بیا چې سږکال د کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په یو ورځنيو او شل اوریزه لوبو کې ماتې ورکړه او د نړۍ په لسو بهترینه لوبډلو کې حساب شوه، ځينو احساساتي ځوانانو له ډېرې خوښۍ ډزې پېل کړې او لارو کوڅو ته راووتل چې دې کار ځينې زهیر او خفه کړل. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی شهزاد محمدي، چې په وروستيو لوبو کې ښه وځلید او نړیوال ریکارډونه يې جوړ کړل، وايي چې دوی د ځینو احساساتي ځوانانو له دې کاره خبرېدل او د هغوی د منع کولو لپاره يې پيغامونه خپرول.

که څه هم هڅه مو وکړه خو د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي مو پېدا نه شول کړای، مګر د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو او ۱۴ کلنو لوبډلو دوه لوبغاړي مو په دې اړه غږولي دي:

"زه ارسلان حميدي یم، د افغانستان د فوټبال د ۱۴ کلنو ملي لوبډلې غړی. ما پر خپله فیسبوک پاڼه هم لیکلي دي چې دا بري دې په ډزو نه بلکې زموږ د هېواد رسم او رواجونو لکه د ملي اتڼ په کولو سره باید ونمانځل شي."

"سید نصیر حسيني یم، د افغانستان د فوټبال د ۲۳ کلنو ملي لوبډلې غړی. لومړی خو دا ډېر د ویاړ ځای دی چې زموږ د فوټبال ملي لوبډله یوه پياوړې لوبډله ده او ښه ځلېدلې ده. دویمه خبره دا چې هر لوبغاړی د خلکو هڅونې ته ضروت لري چې باید تشويق شي. خو دا هڅونه باید مثبته وي، یاني دوی باید په معنوي ډول وستایو، نه په منفي توګه چې د ډزو په کولو سره د نورو خلکو د ځورولو سبب شو."

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسيون د تخنيکي برخې مسؤل او لوبڅار طاهر روفي هم وايي چې دوی له ځوانانو غوښتي چې د ورزش بریاوې دې په سالمو لارو ونمانځي او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی کريم صادق هم وايي چې هيڅ ډول بری د یوه بېګناه انسان تر ژونده مهم ندی، نو ښه لاره دا ده، هغه پيسې چې د مرميو په اخيستلو يې مصرفوو، باید یوه بیچاره سره يې په مرسته مصرف کړو، هم به ثواب وګټو او هم به د خوښۍ يوه ښه نمانځنه وشي.

ما ویل، تاسې د ورزش د نړۍ ستوري يئ او خبرې مو پخپلو مینه والو او عامو خلکو ښه اغېز کوي، هغه ځوانان چې لا هم داسې خوښۍ او بریاوې په ډزو نمانځي، څه پېغام ورته لرئ؟ د دې پوښتنې ځواب د کرکټ ملي لوبډلې درو لوبغاړو نجيب ځدراڼ، امیر حمزه او راشد ارمان داسې راکړی چې په ډزو د خوښۍ نمانځل ښايي زموږ خوښۍ په غم بدلې کړي، نو ځکه باید له دې کاره پرهېز وکړو.

د افغانستان د کرکټ د ملي اکاډمي یو روزوونکی سيدالرحمن احمدزی او د فوټبال د ملي فدراسيون د ننګرهار د څانګې فني مرستیال فضل الرحمن شهزاد وايي چې دوی په دې برخه کې د لوبغاړو په مرسته د خلکو د عامه پوهاوي لپاره هڅې کړې دي، چې نتيجه يې ښه وه.

افغانان کمې خوښۍ لري، نو دا خوښۍ دې په غم نه بدلوي. داسې څه د خپرونې په پای کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ميرويس اشرف وايي او زیاتوي چې پخوا یې هم د داسې نامناسبه کارونو مخالفت کړی او بیا به یې هم کوي.

په ریښتیا هم، همدا لوبغاړي دي چې افغانانو ته يې خوښۍ ورکړې، د افغانستان نوم يې وځلاوه، په نړۍ کې يې د افغانستان تور، سور او شين بېرغ ورپاوه، نړيوالو ته يې له جنګ، جګړو، تاوتريخوالي او فساد څخه هاخوا د افغانستان یو بل روښانه او مثبت اړخ وروښوده. ځکه خو د ټولو له خولې نن دعاګانې ورته وځي. نو همدا سیالۍ دي چې د خلکو تر منځ دوستي او مینه زیاتوي. په دې هیله چې د لا ډېرو بريو شاهدان واوسو خو نوره هيڅ بری په ډزو ونه نمانځو، دا تاندې څانګې رانغاړو.

تاندې څانګې پر فېسبوک پېدا کړئ:

Facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی او اورېدلی شئ:

pa.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

shafaqN@rferl.org

بریالي اوسئ

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

Your browser doesn’t support HTML5

لوبغاړي وايي چې خوښۍ او بریاوې په ډزو مه نمانځئ!