د سوریې په ختیځ کې هوايي حملو۴۰ تنه وژلي دي

د سوريې فعالان وايي، د دغه هېواد د ختيځ په دوو کليو کې په هوايي حملو کې لږترلږه٤٠ کسان وژل شوي دي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي؛ دغو پرونيو بريدونو٣٠ کسان په طیبه او١٠ نور په بوليال نومي کلي کې وژلي دي.

د څار دغه ډله وايي، د ديرالزور پر دغو دوو کليو له تېرې شنبې راهيسې د سوريې او روسيې له خوا هوايي حملې روانې دي چې په نتيجه کې يې تر٩٠ زيات کسان وژل شوي؛ خو دغه ادعا د خپلواکو سرچينو له خوا نه ده تصديق شوې.

پر دغو دوو کليو او د ديرالزور ولايت پر زياتو برخو د اسلامي دولت سخت دريځې ډله يا داعش کنټرول لري.

د اپوزېسيون يوه فعال عمر ابو-ليلى (Omar Abu Leila) وويل؛ د پرونيو بريدونو ټول قربانيان ملکيان دي.