د شمالي کوریا چارواکو د ورانکارو فعاليتونو په خاطر د يوه امریکايي محصل د نيولو اعلان کړی دی.
د شمالي کوريا له خوا په يوه رسمي اعلاميه کې راغلي چې نيول شوی کس د امریکا د ورجينيا پوهنتون محصل دی او ورباندې تور دی چې د امريکا د حکومت پر لارښوونه شمالي کوريا ته د دغه هېواد د يووالي بنسټونه ښورولو لپاره لېږل شوی دی.
دغه کس په داسې حال کې نيول شوی چې پينګيانګ روانه مياشت د اټمي وسلو څلورمه تجربه وکړه او له هغه وروسته وضعيت ترينګلی شو.
جنوبي کوريا له نړېوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د دې تجربې په عکس العمل کې د شمالي کوريا پر وړاندې نوي بنديزونه غوره کړي ځکه چې د جنوبي کوريا په وينا دې هېواد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له مقرراتو سرغړونه کړې ده.