افغان حکومت: موږ هیڅ وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی

د افغانستان حکومت وايي: موږ هیڅ وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه هم د پټیدلو ځایونه ورته برابروو.

دا خبره پرون پنجشنبې د جمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتره په هغه خبرپاڼه کې راغلي چې په چارسده کې پر پاچاخان پوهنتون د حملې په اړه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د مشر جنرال عاصم بجوا د څرګندونو په ځواب کې خپره شوې ده .

بجوا ادعا کړې چې پر پاچا خان پوهنتون وروستۍ حمله چې لږ تر لږه ۲۱ تنه محصلین او د پوهنتون نور کارکوونکي په کې ووژل شول، په افغانستان کې میشتو وسله والو کړې ده.

د ارګ خبرپاڼې د بجوا دا ادعا بې بنسټه بللې ده .

په خبرپاڼه کې د پاکستان حکومت ته ویل شوي چې ترورېزم ښه او بد نه لري او پر ضد یې باید ګډه مبارزه وشي.