د بخښنې نړېوال سازمان د طلوع پر کارکوونکو تروریستي حمله وغندله

د عفوې نړېوال سازمان په کابل کې د یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې"طلوع"پر کارکوونکو تروریستي حمله په شدت وغندله.

په دارالامان کې د چهارشنبې په ماښام پر یوه بس چې د دې شبکې خبریالان او نور کارکوونکي په کې سپاره وو، په انتحاري حمله کې لږ تر لږه اووه تنه ووژل او ۲۶ تنه زخمیان شول.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسئولیت اخیستی دی.

د عفوې نړېوال سازمان ویلي چې خبریالان په جګړه کې برخه نه اخلي نو ملکي وګړي ګڼل کیږي.

د دې سازمان په وینا، د بشري حقونو او جګړې د نړېوالو قوانینو پر اساس، د مطبوعاتو پر کارکوونکو حملې جنګي جنایت دی.

په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ د څارنې خپلواکې ادارې "نی" په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پر ژورنالیستانو د۷۳ حملې ثبت کړي دي.