د روسیې د روبل ارزښت نور هم ټیټ شوی دی

د روسي روبل ارزښت نور هم راټیټ شو او نن د لومړي ځل لپاره د اسعارو په بازارونو کې یو ډالر په ۸۴ روبلو تبادله کېده.

دا د روبل په بیه کې په ۱۰۰ کې درې کموالی ښيي.

د روبل ارزښت چې د تېلو د بیو ټیټېدو او د لوېدیځ د بندیزونو له کبله سخت زیانمن شوی د یورو په وړاندې هم رالوېدلی او نن یوه یورو د ۹۲ روبلو په وړاندې بدلیدله.

د تېلو بیه د تهران له اعلان وروسته چې پر دې هېواد د لوېدیځ له خوا د لګول شوو بندیزونو له فسخ کېدو سره به خپل د تېلو تولیدات په ورځ کې د پنځه لکه بېرلو په زیاتولو سره درې اعشاریه درې میلیونو ته لوړ کړي، سختې راټیټه شوه.