د ټولنیز عدالت غورځنګ د انتخاباتو موجوده کمېسیون له خوا د انتخاباتو د نېټې اعلان په حکومت باندې د خلکو د بې باوره کېدو لامل وباله.
د دې غورځنګ غړو نن په کابل کې غونډه وکړه او ویې ویل چې حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو ژمنه کړې وه چې له دغو اصلاحاتو مخکې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو نېټه د انتخاباتو کمېسیون اعلان کړه چې دا د خلکو د باور د ماتولو په معنی ده.
تېره اوونۍ د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د راتلونکي کال د میزان ۲۴ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړه چې په حکومت کې هم له ګڼ شمېر غبرګونونه سره مخ شوه.