د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني به نن د پاکستان له صدراعظم او د امریکا له مرستیال ولسمشر سره په سویس کې وګوري.
په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی غني د سویس په داووس ښار کې د نړېوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ له دغو دوو مشرانو سره ګوري او د بحث اجنډا یې د سولې پروسه ده.
اغلې دلیل وویل، د افغانستان جمهور رییس به له نوازشریف او جوبایډن سره د افغانستان د سولې په اړه د روانو هڅو د لاهمغږي کولو په هدف په دې غونډه کې برخه واخلي.
ولسمشرغني تېره ورځ سویس ته ولاړ او تمه ده د نړېوالې اقتصادي غونډې، د نړۍ د امنیتي لیدلوري په غونډه کې او هم د پاکستان او امریکا له مشرانو سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.