سوپکو:په افغانستان کې د امریکا سلګونو ملیون ډالرو خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش وایي، په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت په سلګونو ملیون ډالرو خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي.

جان سوپکو پرون د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په استماعیه غونډه کې وویل چې د سوداګري او ثبات لپاره د دفاع وزارت عملیاتي ځواک نژدی اته سوه میلیون ډالرو په افغانستان کې پر مختلفو پروژو لګولي چې د یوې سمې ستراتیژی، مشرتابه او هماهنګي د نشتوالي له امله یې ټاکلی هدفونه نه دي ترلاسه کړي.

ښاغلي سوپکو د بیلګې په توګه د یو شمېر نیمګړو اقتصادي کارونو او پروژو یادونه وکړه او ویي ویل، دغو ځواکونو په افغانستان کې له خپلو شریکانو منجمله د امریکا د نړېوالې پراختیایی ادارې سره سمه همغږي نده لرلی او په هرډول پروژو د کشمیرې د صنعت د ودې لپاره له ایټالیا څخه د کمیابه اوزو له واردولو نیولی تر د ماینونو د ایستلو او د کانونو د استخراج په برخو کې کارونه پیل کړې چې یا په ټپه دریدلی یا هم ورته ځانګړې شوې پیسې نه دي رسیدلي.