ازادي راډیو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو ځان مرګی برید غندي او دا یو وحشي عمل بولي.
د ازادي راډیو عمومي رییس هاشم مهمند په خپل پیغام کې وویل:
"خپل پیوستون د افغانستان د مطبوعاتو د یوه غړي په توګه د طلوع تلویزیون د مشرتابه او ټولو همکارانو سره یې اعلانوم او دا وحشیانه عمل غندم."
د خبریالانو نړېوال فدراسیون چې د نړۍ په ۱۳۹هېوادونو کې فعالیت لري، د کابل حمله وغندله. د دې ټولنې مشر انتوني بلانګر په یوه بیان کې وویل، دې پېښې د خبریالانو نړۍ هکه پکه کړه.
طلوع تلویزیون د خپلو اوو کارکوونکو مړینه تایید کړه. د دې رسنۍ په وینا په دې پېښه کې دوه نجلۍ او پنځه تنه نور ځوانان وژل شوي دي.
د دوو تنو نورو وژل شوېو په اړه څه نه دي ویل شوي. ځان وژونکی برید تېرماښام د روسیې سفارت ته نژدې د طلوع تلویزون پر کارکوونکو وشو چې په دې حمله کې پنځه ویشت تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دې ډلې د اکتوبر په میاشت کې طلوع او یک تلویزیونونو ته خبرداری ورکړی و.