ترکیې یو زر درې سوه کډوال چې غوښتل یې له ترکیې یونان ته واوړي نیولي دي.
په دغو مهاجرو کې یو شمېرد افغانستان دي. د ترکیې اناتولي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دا کډوال د چاناکلي ولایت له ایواچیک استراحتځي څخه راغونډ شوي دي او امنیتي ځواکونو لږ تر لږه اوولس تنه مشکوک کسان هم نیولي دي چې انسانان قاچاقوي.
تېرمیلادي کال په لسګونو زره افغانان له ترکیې د مدیترانې له لارې اروپا ته ولاړل.