پيش مرګه ملیشو په عراق کې ګڼ شمېر کلي او کورونه ویجاړ کړي

د عفوې نړېوال سازمان وايي، کردي ملیشه ځواکونو "پيش مرګه" د عراق په شمالي سیمو کې د عربانو د ټولنو د له منځه وړلو لپاره ګڼ شمېر کلي او کورونه ویجاړ کړي دي.

د عفوې نړېوال سازمان وايي چې پيش مرګه ملیشو د عراق په شمال کې له میشتو عربانو د دوي په باور، د اسلامي دولت /داعش د ملاتړ د غچ اخیستلو لپاره کلي په بلدوزرو کلي ویجاړ کړي او زرهاوو کورونه یې په بمونو الوزولي دي.

د عفوې نړېوال سازمان وايي چې کردي ملیشه "پیش مرګه" هغو عربانو ته چې د جګړې تر پیل مخکې له شمالي سیمو تښتیدلي وو، اجازه نه ورکوي چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

دې سازمان ویلي چې په جبري ډول له سیمې د عربانو د شړلو په اړه يې له ۱۰۰ تنو عیني شاهدانو سره خبرې کړې او اسناد یې راغونډ کړي دي.