افغان ولسمشر د یوه پلاوي په مشرۍ نن سویس ته ولاړ

افغان ولسمشر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د نړېوالې اقتصادي ټولنې په غونډه کې د ګډون په هدف نن د سویس ته روان شو.

د ارګ خبر پاڼه وايي، محمد اشرف غني به د دې سفر په جریان کې د نړېوال اقتصادي غونډې له رییس سربېره د ناټو له سرمنشي او د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره هم لیده کاته وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي د دې غونډې ترڅنګ به افغان ولسمشر، د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې چې د افغانستان او نړۍ دامنیت په اړه جوړيږي هم ګډون وکړي.