د امریکا حکومتي سرچیني وایي، هغه درې امریکایې وګړي چې تیره اوونۍ په بغداد کې لادرکه شوي وه، په عراق کې د یوې ایران پلوه شیعه ډلې له خوا تښتول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس لیکي، دغه معلومات د عراق او امریکا د دوو استخباراتي تحقیقاتو پر اساس ورکړل شوي دي.
یوه عراقي چارواکې ویلي چې ناپیژندل شوېو وسله والو د جنورۍ پر ۱۵ په بغداد کې د الدوره سیمي کې له یوه کوره تښتولي وه.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې د امریکا پوځي ځواکونه له عراقه وتلي دا لومړی ځل دی چې په عراق کې امریکایېان تښتول کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون ویلي چې له عراقي مقاماتو سره په ګډه د دغو درېیو تنو په اړه د معلوماتو موندلو لپاره کار کوي.