ویلسن شافنز:د افغان ځواکونو کارونه ضد او نقیضې پایلې لري

یو امریکایي جنرال وایي، له یوه کال راهیسې چې افغان ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مخ وړلو مسوولیت اخستی دی، د دوی کار ضد او نقیضي پایلې لري.

په افغانستان کې د امریکایي قواوو یوه ویاند برید جنرال ویلسن شافنز چې له افغانستانه یې د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې پر افغان ځواکونو میلیونونه ډالره لګول شوي، خو لا هم هغوی له ستونزو سره مخامخ دي.

جنرال شافنز وایي، افغان ځواکونه په پلان شوو عملیاتو کې بریالي دي، خو په ځینو برخو لکه د یوې پېښې په دفع کولو کې تشې هم لري چې باید په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پاملرنه ورته وشي.

افغان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۵میلادي کال کې د جګړو د رهبرۍ مسوولیت واخیست، خو لا هم زرګونه لوېدیځ ځواکونه د روزنې، تجهیز او پوځي سلا مشورې په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.